د ملي اردو پخوانی غړي په کابل کي وژل سوی

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي ادرو پخواني غړی محمد قيوم د سې شنبې په ورځ د کابل ښار په احمد شاه بابا مېنه کي د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو وژل سوی.
د محمد قیوم د کورنۍ غړي وايي، چي محمد قيوم د خپل ميرمن او ولادونو سره پر لار روان و، چي د نامعلومه وسلوالو تر بريدلاندي راغلی او وژل سوی دئ.
هغه ويډيو چي د سيمي د امنتي کېمرو څخه تر لاسه سوې ده، پکښي ښکاري چي محمد قيوم د ميرمن او اولادونو سره پر لاره پياده روان دئ، چي د نامعلوم کسانو لخوا تر بريد لاندي راځي.
د يادوني وړ ده چي دا لومړی ځل نه دئ، چي د پخواني جمهوري دولت یو شمېر امنیتي ځواکونه په نښه کېږي؛ بلکې له دې وړاندې هم په ننګرهار، لغمان، کابل، پنجشېر او یو شمېر نورو ولایاتو کې ورته پېښې سوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *