د ملګروملتونو امنيت شورا سبا چهار شنبه د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګروملتونو امنيت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي، چي پکښي به پر ښځو او نجونو د حکومت له‌خوا پر لګول سويو محدوديتونو هم بحث وسي.

په افغانستان کي د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا به د چهارشنبې په ورځ د امریکا په نیویارک کي د ملګروملتونو په مقر کي د امنیت شورا غونډي ته د افغانستان د وضعیت په باب معلومات ورکړي.

یوناما نن پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چي ټاکل سوې دغه غونډه د کابل پر وخت د مازیګر شپږنیمي بجې پیل سي.

د امنیت شورا په‌دې غونډه کي به پر ښځو او نجونو د محدودیتونو پر زیاتېدو هم بحث وسي.

ويل سوي، په‌دې غونډه کي به د مدني ټولني یو فعال هم د افغانستان پر حالاتو معلومات وړاندي کړي.