د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، ۲۳ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانان پر بشري مرستو متکي دي.

اوچا پرون پر خپله اېکس‌ پاڼه لیکلي، د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښي لاندي ژوند کوي او ۱۲ میلیونه او ۴۰۰ زره یې د خوړو مصؤنیت نه‌ لري.

اوچا همداراز ویلي چي، په افغانستان کي اقتصادي فقر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیات سوی.

اوچا زیاتوي په روان ۲۰۲۴ کال کي یې د افغانستان لپاره د ۳ میلیارد ډالره بوديجې غوښتنه کړې وه چي تر اوسه یې یوازي ۲۵ سلنه ورکړل سوې ده.