د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چي، کویټ د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۵۰۰زره ډالره مرسته کړې ده

اوچا زیاته کړې چي دا د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته د کویټ لومړۍ مرسته ده.

د ملګروملتونو دې دفتر پر خپله ایکس‌‌پاڼه لیکلي چي، دغه مرسته به د بېړنیو حالاتو پر مهال د زیانګالو کسانو د ژغورني لپاره ولګول سي.

د دې دفتر په وینا، په افغانستان کي د اړمنو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.

د اوچا د راپور له‌‌‌مخي، په افغانستان کي د هغو کسانو شمېر چي بشري مرستو ته اړتیا لري، له ۲۳ میلیونو څخه اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *