د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی، چې سویډن افغانستان ته د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره ۶.۸ میلیون ډالره مرسته کړې ده

د ملګروملتونو د بشري مرستو اداره وایي، له ۲۰۱۴ کال راهیسي سویډن له افغانستان سره تر ۸۵ میلیون ډالرو ډيري مرستي کړي دي.

سویډن د افغانستان د بشري مرستو د صندوق څلورم لوی تمویلوونکی دی.

اوچا نن پر خپله اېکس‌ پاڼه لیکلي، د سویډن نوي مرستي به په ۲۰۲۴ کال کي د افغانستان د خلکو بشري اړتیاو ته د ځواب ویلو لپاره ځانګړي سي.

ملګري ملتونه وایي، تېر کال د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د۸۱.۶ میلیون ډالرو مرسته سوې وه.