د ملګروملتونو د خوړو او کرني اداره، په فاریاب ولایت کي د ۱،۴ کیلومترو په اوږدوالي د اوبو د یوه کانال د رغولو خبر ورکوي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرني اداره،په فاریاب ولایت کي د ۱،۴ کیلومترو په اوږدوالي د اوبو د یوه کانال د رغولو خبر ورکوي.

دې ادارې ویلي چي، د جنقره کانال به څه باندي ۱۸ سوه هکتاره کرنیزه مځکه خړوبه کړي او ۷ زره ۵۳۰ کورنۍ به روڅخه ګټه پورته کړي.

همدارنګه ویل سوي چي دغه کانال به څه باندي ۲۸ زره لنډ مهاله او اوږدمهاله مسلکي او غیرمسلکي کارونه رامنځ ته کړي.

د رغنیزو چارو په ترڅ کي د نورستان چارواکي هم د کونړ-نورستان د لویي لاري د رغولو د چارو د پیل خبر ورکوي.

د ټولګټو چارو وزارت وایي، د ۶۰۰ ميلیونه افغانیو په لګښت دغه ۲۲ کیلومترو اوږده لاره به چي سور یې ۹ متره دی، په اساسي ډول ورغول سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *