د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام:په راروان ژمي کي یوازي د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولای سي

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راروان ژمي کي یوازي د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولای سي، حال دا چي څه باندي ۱۲ ميلیونه کسان به مرستو ته اړ وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، راروان ژمی ښايي په افغانستان کي د ميلیونونو کسانو لپاره سخت وي.

د خوړو نړیوال پروګرام چي د ژمي پر مهال د یو اعشاریه پنځه ميلیون کسانو لپاره چمتووالی نیسي، په ۲۳ ولایتونو کي د سړکونو نه لاسرسي څخه مخکې خواړه لېږدوي او ذخیره کوي.

د دغه ادارې په وینا، په‌داسي حال کي چي تر ۱۲ ميلیونو ډېر کسان د خوړو له کموالي ځورېږي، دوی یوازي د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولای سي.

د خوړو نړیوال پروګرام په‌دې وروستیو کي ویلي چي، تېر کال په افغانستان کي لږ تر لږه لس ميلیونه کسانو د بوديجې د نشتوالي له امله خوراکي توکي نه‌دي ترلاسه کړي، چي له‌دې امله ښځي او کوچنیان تر ټولو زیات اغېزمن سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *