د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان کړی چي، د روان کال په سپتمبر میاشت کي یې په افغانستان کي له یو میلیون څخه زیات کوچنیان د خوارځواکۍ د تشخیص لپاره معاینه کړي دي

یونېسف ټینګار کړی چي دا معاینې د هغو کوچنیانو د پېژندلو لومړنی ګام دی، چي د خوارځواکۍ اړوندو ستونزو له خطر سره مخامخ دي.

د ملګروملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق د وروستي راپور پر بنسټ، سږ کال ۳۴۳زره هغه کوچنیان چي له شدیدي خوارځواکۍ سره مخامخ دي، د درملني لپاره د افغانستان په روغتونونو کي بستر سوي دي.

تر دې مخکي د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی وو چي، په افغانستان کي د خوړو ناامني په یوه پراخېدونکي بحران بدله سوې او دا مهال ۲.۹ میلیونه کوچنیان چي عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، د خوارځواکۍ له ستونزي سره مخ دي.

نړیوالي ادارې وایي، د فقر او لوږې د پراختیا له امله د افغان کوچنیان زیات‌شمېر د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *