د ملګروملتونو عالي کمېشنري وایي، له ۲۰۲۱کال راهیسي ۱.۶ میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال سوي

د کډوالو په چارو کي د ملګروملتونو عالي کمېشنري وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسي شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته کډوال سوي دي.

د کډوالو په چارو کي د ملګروملتونو عالي کمېشنري د ۲۰۲۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو په راپور کي ویلي، په دغه موده کي څه باندي ۱۵۶زره افغانان له پاکستان څخه بېرته هیواد ته راستانه سوي چي سرپناه، خوړو او نورو مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کي همداراز راغلي چي د کډوالو د کوربه هیوادونو ایران او پاکستان د ملاتړ او کډوالو او بې‌ځایه سویو افغانانو سره د مرستي لپاره ۶۲۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چي تر دا مهاله یې، یوازي ۲۵سلنه بودیجه برابره سوې.

د کډوالو په چارو کي د ملګروملتونو د عالي کمېشنري د راپور له مخي، افغانان سږکال په نړۍ کي د کډوالو په شمېر کي د سوریې تر کډوالو مخکي سوي او لومړی ځای یي خپل کړی دی.

له دې وړاندي هم نړیوالو بنسټونو افغانستان ته د افغانانو پر بېرته ورستنېدو اندېښنه ښودلې وه او ویلي وه چي بېرته ستانه سوي، افغانان خوړو، سرپناه، روغتیايي او نورو خدمتونو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *