د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ نن د فلسطینیانو پر پرېکړه‌لیک رایه اچونه ترسره کوي

د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ نن د فلسطینیانو پرهغه پرېکړه‌لیک رایي اخلي چي، له اسراییل غواړي په غزه او اشغال سوې لوېدیځه غاړه کي خپل حضور چي هغه غیرقانوني بولي، تر یوکال پوري پای ته ورسوي، خپل ځواکونه وباسي او یهودي مېشت ځایونه تخلیه کړي.
د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ ته چي ۱۹۳ غړي لري دغه پرېکړه‌لیک د رایي اخیستو لپاره داسي مهال وړاندي سوی، چي په غزه کي د حماس پر وړاندي د اسراییل د جګړې کال پوره کېدو ته نژدې دی.
په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیر له غړیو هیوادونو وغوښتل چي دغه پرېکړه‌لیک رد کړي.
خو په ملګروملتونو کي د فلسطیني ادارې سفیر ریاض منصور پرون د عمومي اسامبلۍ غونډي ته په پرانيستونکې وینا کي وویل، فلسطینیان د خپلي بقا له ګواښ سره مخامخ دي او وايي چي اسراییل دوی د بندیانو په توګه ساتلي دي.