په داسي حال کي چي د افغانستان ښځي لا هم له محدودیتونو سره مخامخ دي، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي «یو این وومن» یې یو ځل بیا پر ملاتړ ټينګار کړی دی.
دغه ادارې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چي باید د افغان ښځو او نجونو ږغ واورېدل سي او د هغوی غوښتنو د پوره کېدو لپاره عملي اقدام وسي.
په دوام کي زياته سوې، اړتیا ده د افغان ښځو د مبارزې ملاتړ وسي او پر وړتیاوو یې پانګونه وسي.
یو این وومن زیاتوي چي د افغان ښځو مبارزه نړیواله ده او دا سازمان لا هم د هغوی تر څنګ ولاړ دی.
په همدې حال کي، یو شمېر هغه ښځي او نجوني چي د طـ.البانو له راتګ وروسته له کار او زدهکړو محرومي سوي وایي، له درې نیمو کلونو راهیسي له هرڅه محرومي دي او نړۍ یوازي د دې حالت ننداره کړې.
که څه هم طـ.البان وايي، چي د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کي خوندي کړي، خو د ۲۰۲۱ کال راهیسي، ښځي د خپلو اساسي حقونو، لکه له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو، دولتي ادارو او ټولو نادولتي ادارو کي له کار او له ډیری ټولنیزو فعالیتونو محرومي سوي دي.