د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کي د اوربند په اړه پریکړه لیک منظور کړ

په غزه کي د اسرایل او حماس تر منځ څه باندي پنځو میاشتو جګړو څخه وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سمدستي اوربند غوښتنه وکړل او پریکړه لیک یې منظور کړ.
په دې اړه د امنیت شورا ټولو ۱۴ غړیو مثبتي رایي ورکړې خو متحده ایالاتو چي د اسرایل تر ټولو نږدې متحد دی او مخکي یې هم د اوربند وړاندیز کړی وو له رایي ورکولو ډډه وکړل.
په دې پریکړه لیک کي دغه راز غوښتنه سوې چي دا موافقه دي په غزه کي د دایمي اوربند سبب سي او د حماس له ډلي څخه هم غوښتل سوي چي پاته ټول برمته سوي کسان اسرایلیان خوشي کړي.
د دې پریکړه لیک سره د روسیې استازي مخالفت ښوولی چي د پریکړه لیک څخه د “دایمي اوربند” ټکی لیري سوی او په دې هکله یې د رایي ورکولو غوښتنه وکړل خو منظوره نه سوه.
د اسرایل او حماس تر منځ جګړه د تیر کال اکټوبر میاشتي په اوومه پيل سوه چي له هغه وروسته تر اوسه څه باندي ۳۲ زره فلسطینیان وژل سوي او لسګونه زره نور ژوبل سوي چي اکثریت یې میرمني او ماشومان دي.