د ملګرو ملتونو اړوند ادارې په دې لټه کي دي چي افغانستان ته اقلیمي مرستي بېرته پیل سي، خو دغه مرستي به په مستقیم ډول حکومت ته نه ور کول کیږي.
طالبان واک ته له رسېدو وروسته د سیاسي مسایلو له امله په دې نه دي توانېدلي چي د ملګرو ملتونو اقلیمي مرستو ته لاسرسی پيدا کړي.
د نفوس او اقلیمي ستونزو له ډېرېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو دوې اړوندي ادارې هیله منې دي چي افغانستان ته نوي پروژې ورکړل سي او که دوی په دې چاره کي بریالي سي دا به لومړی ځل وي چي د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته کابل ته د اقلیمي بدلونونو نړیوالي مرستي ورکول کیږي
رویټرز خبري اژانس وايي، چي دوې ادارې دامهال د وړاندیزونو پر چمتو کولو بوختي دي او هیله مني دي چي په نوي کال کي د ملګرو ملتونو د ژوندچاپیریال له نړیوالو اسانتیاوو څخه د افغانستان لپاره ۱۹ میلیونه ډالر ترلاسه کړای سي.
ناڅاپي سیلابونو سږکال په افغانستان کي په سلګونو کسان ووژل او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړل.