د ملګرو ملتونو اړوند د ښځو برخي ته ځانګړې څانګه غواړي په کندهار کي خدمات زیات کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځينه برخي ځانګړي استازي میرمن الېسن میریم ډیوډسن د کندهار له مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک سره کتلي.
د کندهار ولایت مقام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، چي دغه لیدنه نن د چهارشنبې په ورځ په ولایت مقام کي تر سره سوې او د ښځو اړوند پر ځینو موضوعاتو پکښي بحث سوی دی.
د ولایت مقام د خبرپاڼي له مخي په دې لیدنه کي اغلي ډیوډسن ویلي، یو این ومین چي د ملګرو ملتونو اړوند اداره ده، د ښځینه وو په برخه کي ځانګړی کار کوي غواړي په کندهار کي خپلو خدماتو د پراختیا ورکړي.
په اعلامیه کي ویل سوي، د کندهار مرستیال والي له هغې څخه غوښتنه کړې چي په کندهار کي د مور او ماشوم لپاره یو مجهز روغتون جوړ کړي او د بې وزله ښځو سره همکارۍ وکړي.
هغه زیاته کړې، چي د کندهار میرویس حوزوي روغتون سره هم باید د ښځینه کارکوونکو، ناروغانو او مراجعینو سره په اړینو برخه کي همکاري وسي او دغه راز د بې ‌سرپرسته کورنیو لاسنیوی وسي.