د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې سره سم د ط.البانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن هند ته روان سو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سپټمبر پر ۳۰م تاريخ متقي ته د هند د سفر اجازه ورکړه،د امنیت شورا په اعلاميه کي ویلي وه چي متقي کولای سي چي د اکټوبر د ۹مي څخه د اکټوبر تر۱۶مي هند ته سفر وکړي.
متقي هم د امنیت شورا د اعلامیې سره سم نن هند ته سفر وکړ،خو لا معلومه نه ده چي متقي به هلته د کومو طبقو چارواکو سره لیدنه ولري.
د یادوني وړ ده چي متقي لا تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لیست کي شامل دی او ددغه سفر له پاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په استثنائي ډول اجازه ورکړې ده