د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ډسمبر په روانه میاشت کي د افغانستان د وضعیت د ارزولو په اړه غونډه کوي

د امنیت شورا پر خپله انټرنیټي پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کي د دې غونډي د جوړیدو دقیقه نیټه نه ده ښودلې، خو ویلي يې دي چي دغه پرانیستي غونډي ته به په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور هم وړاندي کړي.

په دې خبرپاڼه کي ویل سوي چي د دې غونډي په پای کي به ګډونوال د افغانستان په تړاو د بندو دروازو شاته سلامشورې هم وکړي.

د دې خبرپاڼي له مخي ټاکل سوې چي امنیت شورا به پر افغانستان باندي د بندیزونو د ارزوني د ۱۹۸۸ کمیټې د واک د تمیدید په اړه هم پریکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کي د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ” یوناما” ماموریت غځولی دی.