د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د ایران پر اسلامي جمهوریت غږ کړی چې سمدستي د اعدام سزاوې ودروي.

دوی دا خبرداری وروسته له هغه پرون ورکړ چې په اګست میاشت کې په ایران کې د اعدام سویو کسانو شمېر ۹۳ تنو ته ورسېد.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دې ادارې د کارپوهانو له‌خوا د راټولو سویو او ترلاسه سویو معلوماتو پر بنسټ، د اعدامونو شمېر چې په جولای کې ۴۵ تنه وو په اګست کې لږ تر لږه دوه برابره سوی.
په ایران کې د روان کال له پیل راهیسې د اعدام سویو کسانو شمېر له ۴۰۰ څخه اوښتی دی او لږ تر لږه ۱۵ تنه یې ښځې دي.
په دې ډله کې نږدې دېرش افغانان هم شامل دي.
اکثر اعدام سوي له مخدره موادو سره د تړلو جرمونو په تړاو دي.
خو اندېښنې دي چې د ایران رژیم خپل سیاسي مخالفین او ګڼ هغه کسان هم اعدام کړي چې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال نیول سوي.