اوچا پر ایکس شبکې په یوه بیان کي د دې مرستي خبر ورکړی او ورسره یې لیکلي دي چي دا مرسته په روان ۲۰۲۴م کال کي د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره سوې ده.
اوچا په خپل بیان کي د اسټرالیا څخه مننه کړې او ویلي یې دي چي د دې هیواد مرسته به په افغانستان کي د زیانمنو خلکو د ژوند ژغورني پر چاره ولګول سي.