د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چي د طالبانو له بېرته راتګ وروسته له افغانستان سره شپږ میلیارده اووه سوه میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې ده

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان په نوي تحلیل کي راغلي چي د ښځو او نجونو پر وړاندي د محدودیتونو زیاتوالي په هیواد کي مرستو ته اړتیا زیاته کړې او افغانستان لا هم جدي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا زیاته کړه، چي د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال له وږي میاشتي تر اوسه پوري طالبانو ۷۱ فرمانونه صادر کړي، چي په بشري فعالیتونو یې ناوړه اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کي د اقتصاد، روغتیا، د خوړو د خوندیتوب او د ماینونو د تلفاتو په ګډون په څو برخو کي نوي شمېرې خپرې کړي دي.

که څه هم په دې تحليل کي ويل سوي، چي دې مرستو افغانستان له قحطۍ ژغورلی، خو د اوچا په وينا، لا هم په هیواد کي بشري او اقتصادي بحران شتون لري.

د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر د تحلیل په یوه برخه کي د افغانستان د روغتیايي سیستم د سقوط خبرداری ورکړل سوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *