د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر (اوچا) وايي، له ۱۳.۴ میلیونه افغانانو سره یې مرسته کړې ده.

دغه دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کي لیکلي، چي یوازي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ۱۳،۴ مرسته سوې ده.

په همدې حال کي د افغانستان د بشري چارو د همږغۍ دفتر وايي، په ټول افغانستان کي ۲۳.۷ میلیونه خلک په بېلابېلو برخو کي مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم په دې وروستيو کي د کار د نشتوالي او د نړيوالو مرستو د کمښت له امله په کورنيو کي بېوزلي زياته سوې، خو هر کال په هیواد کي د ژمي په رانږدې کېدو سره د هیوادوالو په ځانګړې توګه د لیرو پرتو سيمو د اوسېدونکو اړتياوي زياتېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *