د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي له ۱۵ زره هغو ښځو سره یې مرسته کړې چي د خپلو کورنیو سرپرستي کوي

دې ادارې په یوه اعلامیه کي ویلي چي دا مرستي د سږ کال په اوږدو کي سوي دي.

ویل کېږي چي په دغو مرستو کي خوراکي توکي، د چرګانو وېش، د واکسیناسیون خدمات او د ښوونیزو خدمتونو وړاندي کول شامل دي، او له هغو ښځو سره سوې چي د خپلو کورنیو سرپرستي ورتر په غاړه ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان دا هم ویلي چي د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو کي د ښځو رول مهم دی او خوراکي توکو ته د هغوی لاسرسی نسبتاً ښه سوی دی.

نړیوالو مرستندویه ادارو ټینګار کړی چي په افغانستان کي د هغو ښځو ستونزي څو چنده دي چي د خپلي کورنۍ مشري او سرپرستي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *