د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرګرام یو ځل بیا په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو لپاره د بودیجې په کمیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د بودیجې د کمښت لویه بیه ښځې پرې کوي

د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چي په افغانستان کي ښځي د ژوند د تیرولو لپاره ډیري کمي پیسې سپموي او ترټولو دروند پېټی پر خپلو اوږو باندي وړي.

د خوړو د نړیوال پرګرام د معلوماتو پراساس په افغانستان کي له وړاندي څلور میلیونه ښځي او کوچنیان د خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي او د اضافي بودیجې د نه چمتو کولو په صورت کي به وضعیت لا خراب سي.

د خوړو د نړیوال پروګرام سربېره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم د جولای د میاشتي په وروستیو کي، په یو راپور کي په افغانستان کي د خپلو پرګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت خبر ورکړی وو.

د بشري مرستو ځینو ادارو هم خبرداری ورکړی چي افغانستان د نړیوالي ټولني د مشارکت او ملاتړ پرته له یاد څخه د یو هېر سوي بحران باندي د بدلېدو د حالت سره مخ دی.