د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف وايي، له هر درېیو افغانانو دوه يې اقلیمي بدلون ځپلي دي.

دې ادارې نن پر خپلې ایکس‌پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ اووم ځپل سوی هيواد دی.

دا په داسي حال کي ده چي د اقلیمي بدلون له کبله په وروستیو کي سختو ورښتونو او سېلابونو په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

نړیوالو ادارو له هغي ډلي د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي وه، د اقلیمي بدلون له کبله زیانمن سوي خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

یونېسف وړاندي ویلي، د خپلو شریکانو په مرسته يې ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او ډېر شمېر کورنیو ته د اوبو د سولر سیستمونو په مرسته يې پاکي اوبه رسولي دي.