د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ایکس پاڼه لیکلي، چي په افغانستان کي یې ۳.۵ میلیونو میندو او میندواره ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندي کړي

دغه ادارې ويلي، له افغان ښځو سره سوي دغه مرستي یې د لسو میاشتو په موده کي کړي دي.

دغه ادارې ویلي، یادي مرستي د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشتي د امریکا د نفوسو، کډوالو او پناه اخیستونکو چارو وزارت په مرسته سوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې په داسي حال کي افغان مېرمنو ته د ژوند ژغورلو د مرستو برابرولو ویلي، چي تر دې مخکي یادي ادارې ویلي وه، چي په افغانستان کي په هرو دوو ساعتونو کي یوه مور د مخکنیو تدابیرو د نه شتون او اختلالاتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اروپايي ټولنه وايي، په سلو کي ۹۰ښځي اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او افغانستان په نړۍ کي د ميندو او کوچنیانو د مړيني تر ټولو د لوړي کچي هیوادونو په کتار کي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *