ویل کیږي چي د دغه پروګرام له لارې به له ۶۰ زره افغان کورنیو سره مرسته وسي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي سټیفن رودریګز په یوه ویډیويي پیغام کي ویلي، دغه سازمان د کرني په برخه کي د پرتو ستونزو حل لپاره کروندګرو ته د بدیل کښت لپاره د مځکي چمتو کولو ترڅنګ، نور پروګرامونه هم عملي کوي.
په ورته وخت کې یوشمېر کروندګر د بدیل کښت نه لرلو په اړه شکایت کوي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې اصلاح سویو تخمونو ته یې د لاسرسي اسانتیاوې برابرې کړي.