د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان وايي افغانستان ته راغلي کډوالي مېرمني او نجوني بېړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان (UN Women) خبرداری ورکړی، چي د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي افغان ښځي او نجوني‌بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري؛ ترڅو په هغو ټولنو کي چي دسختو اقتصادي او چاپېریالي ستونزو سره مخ دي، خپل ژوند بېرته جوړ کړي.
دغه سازمان وايي، چي ډېری افغان کډوال افغانستان ته په داسي حال کي راځي، چي افغانستان کي ئې هېڅکله ژوند نه دئ کړی او د کور، عاید، زده‌کړي او روغتیایي خدماتو څخه بې برخي دي.
بېرته ستنېدونکي ښځي او نجوني د فقر، د کم عمر ودونو، تاوتریخوالي او پر خپلو حقونو او ازادیو د سختو محدودیتونو له خطر سره مخ دي او یوازي لس سلنه ښځي د دې وړتيا لري، چي خپل کورنۍخپله وساتي او پاته نوري مېرمني او نجوني نړۍوالو مرستو ته اړتيا لري.
یادي ادارې دا هم ویلي چي نړۍوالو مرستو کمېدل د بشري مرستو رسوونکو ادارو وړتیا کمه کړې او د ښځو له پاره چي د بشري مرستو په برخه کي په پولو کي کار کوي، فشارونه ډېر سوي دي.
په همدي حال کي، د ملګرو ملتونو چارواکو او بشري مرستو ادارو د نړۍوالو ټولنو غوښتي چي بېرته ستنېدونکو ښځو او نجونو ته د ملاتړ له پاره پروګرامونو زيات کړي.