د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي آر) وايي، په پام کي لري چي په ژمي کي ۱۷۵زره داخلي بې ځایه سویو کسانو سره د چین په مالي ملاتړ د کمپلو، د پخلنځي توکو او ترپالونو اضافي مرستي وکړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ایکس پر پاڼه لیکلي چي دا مرستي په داسي حال کي ترسره کیږي چي بې ځایه سوي کورنۍ د ژمي په پیلیدو سره د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مبارزه کوي.

په داسې حال کي چي په افغانستان کي بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو سره د نړیوالي ټولني مرستي ډیري کمي سوي، چین په دې وروستیو میاشتو کي د ملګرو ملتونو څو پروګرامونو سره مالي مرستي کړي، چي له امله یې په زرګونو افغانانو ته د خوړو او نوري اړیني مرستي چمتو سوي دي.

د دې تر مخه چین د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) او د ملګرو ملتونو د کوچنیانو ملاتړ ادارې (یونیسف) سره هم مالي مرستي کړي وې.