کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ استازی عرفات جمال تورخم ته تللی، چي له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت جاج له نږدي واخلي.
د ملګرو ملتونو له خوا په خپره سوي خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي مسؤلين ئې له خپلو شریکانو سره په سیمه کي حضور لري او زیان منونکو افغانانو ته د هغوی د اړینو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نقدي مرستې په ګډون حیاتي مرستي وړاندې کوي.
دا په داسي حال کي ده، چي تيره ورځ د ايران او پاکستان څخه ۱۰۷۷ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي، په دغه افغان کډوالو کورنيو کي ۶۲۵ کورنۍ د تورخم دلاري او ۳۰۳ کورنۍ د سپين بولدک له لاري افغانستان ته راغلي دي.