د ملګرو ملتونو سازمان د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي ط..البان هڅه کوي، چي ښځي د ټولني څخه په بشپړ ډول لېري کړي او د هغوی اساسي حقوق ورڅخه واخلي.
د ملګرو ملتونو سازمان په ياده خبرپاڼه کي ليکلي دي، چي په افغانستان کي ۷۸ سلنه ښځي د زده کړو، کار او مسلکي روزنو څخه بې برخي سوي دي .
په ورته وخت کي بيا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل کلني راپور کي ویلي چي د ط..البانو له خوا د بشري حقونو رعایت تر بل هر وخت ډېر کم سوی دئ.
همداراز، د بېلابېلو بشري حقونو ادارو د ط..البانو د واکمنۍ د څلورمي کلیزي په مناسبت، په افغانستان کي د بشري حقونو د سرغړونو د زیاتېدو خبرداری ورکړی دئ.