د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګویتریش وايي، هیله لري چي د اسراییل او حزب الله ترمنځ اوربند د تاوتریخوالي د پایته‌رسېدو لامل سي

تېره شپه اسراییلو رسنیو له حزب الله غورځنګ سره د اسراییلو د اوربند اعلان وکړ.
انتونیو ګویتریش په ایکس پاڼه لیکلي، هیله لري چي د دوی دواړو ترمنځ په اعلان سوي اوربند سره به ستونزي او کړاوونه پای ته ورسېږي.
بل خوا فرانسې هم د دې اوربند هرکلی کړی او ولسمشر، ایمانول مکرون ویلي چي فرانسه د حزب الله او اسراییلو ترمنځ د اوربند ملاتړ کوي.
د راپورونو له مخي چي دواړو لوریو د اوربند موافقې له عملي کېدو سره سم پر یو بل بریدونه پایته رسولي دي.
له دې سره هم مهاله د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، چي اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي لپاره هر اړین اقدام ته چمتو دی.
نتنیاهو د لبنان د حزب‌الله سره د اوربند تړون ته په اشارې ویلي، چي دغه اوربند اسرائیل ته فرصت ورکوي ترڅو د ایران پر فعالیتونو تمرکز وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *