د ملګرو ملتونو سره د ثبت افغان کډوال دجون تر وروستۍ نېټې پوري په پاکستان کي پاته کېدلای سي

د دولت په چارو کي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري ویلي دي، چي هغه افغان کډوال چي د ملګرو ملتونو سره د ثبت اسناد (POR) ولري په پاکستان کي ئې د پاته کېدو موده د روان کال د جون د میاشتي تر وروستۍ نېټي تمدید سوې ده.
هغه د ملګرو ملتونو له خوا د ټولو ثبت سوو افغانانو غوښتي، چي تر ټاکل سوي وخت پوري دي د پاکستان څخه ووځي که چیري په خپله خوښه ولاړ نه سي د پاکستان حکومت به ئې په زور و باسي.
پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه هره ورځ په جبري توګه سلګونه کسان د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو څخه په ډیورنډ فرضيي کرښه اړول کېږي.
که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د افغانانو د جبري ایستل کیدل ظالمانه بللي او له پاکستان څخه ئې غوښتي چي دا لړۍ دې ژر تر ژره ودروي، خو پاکستان نه یوازې دغه غوښتنو ته چندان ارزښت نه دئ ورکړی، بلکې برعکس ئې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ لا نوره تنګه کړې ده.