ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کي اعلان کړی چي اسراییل د غزې د جګړې په لړ کي په سیستماتیک ډول د ښځو د روغتیايي مرکزونو په ورانولو او د جنګي ستراتیژۍ په توګه له جنسي تاوتریخوالي څخه په استفادې د فلسطینیانو نسل وژنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د نړیوالي پلټني خپلواک کمېسیون په دې راپور کي، چي د پنجشنبې په ورځ خپور سوی، ټینګار کړی چي اسراییل له حماس سره د جګړې پر مهال، د فلسطینیانو د زوکړي ظرفیت یوه برخه د ولادي نسايي روغتیا د سیستماتیکي ورانوني له لاري له منځه وړې ده.
د ملګرو ملتونو تحقیقاتي کمېسیون ویلي چي اسراییل په قصدي توګه د غزې د فلسطینیانو د زېږون لوی مرکز په نښه کړی او په ورته وخت کي یې په محاصره کړې غزه کي، روغتیایي مرکزونه تړلي او د حیاتي طبي مرستو، دارو درملو، د خوندي زېږون، او د نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرني لپاره اړینو توکو ته د لاسرسي مخه نیولې ده.
راپور زیاتوي چي د اسراییل دا اقدامات، د میندو د مړیني له زیاتوالي سره یو ځای، چي د طبي وسایلو د محدودیدو له امله رامنځته سوی، د بشریت ضد جنایت ګڼل کېږي، چي موخه یې د فلسطینیانو له منځه وړل دي.
راپور همداراز اسراییلي ځواکونه تورن کړي چي دوی په عام محضر کي د فلسطینیانو جبري بربنډول او جنسي ځورونه د خپلو معیاري عملیاتو د برخي په توګه کارولي څو فلسطینیان د حماس تر مشرۍ لاندي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له بریدونو وروسته مجازات کړي.