د ملګرو ملتونو یوې ادارې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د هالنډ د مرستي مننه کړې ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر یا اوچا د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چي هالنډ له دې صندوق سره له ۱۶ میلیونو ډالرو زیاته مرسته کړې ده.

د اوچا پر اساس، هالنډ له ۲۰۱۶م کال راهیسي د افغانستان د بشري مرستو درېیم ستر تمویلوونکی هیواد دی.

دا په داسي حال کي ده چي د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایف‌پي په یوه راپور کي ویلي چي افغانستان او سوډان هغه دوه هیوادونه دي چي تر شپږ میلیونه زیات وګړي یې د لوږي له لوړي کچي سره مخامخ دي.

په راپور کي ویل سوي چي د اګست په میاشت کي په افغانستان کي د هغو کسانو شمېر چي له قحطۍ څخه یو ګام لیري دي، ۱۹ میلیونه او ۹۰۰ زرو ته ورسېدی، چي د دغه هیواد د ټول نفوس ۴۶ سلنه جوړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *