د منظور پشتين په مشرۍ نماينده پلاوي د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۱ جرګې ته د بلني لپاره په پاکستان کي د بېلا بېلو سياسي او مذهبي ګوندونو له مشرانو سره ليدل کتل پيل کړي دي

پشتين د جولای پر ۱۲ د شمالي وزيريستان په اسد خېلو کي د پي ټي اېم مخکښ او ولسي شاعر ګيله من وزير د جنازې د مراسمو لپاره ورغولو زرګونو کسانو ته په وينا کي د جرګې د بللو اعلان کړی وو.

د پشتين په خبره، د اکتوبر پر ۱۱ کېدونکې جرګه به په يو لوی ميدان کي کېږي چي ۳۰ يا ۴۰ زره کسان پکښې ځايېږي او هلته به پر يو لوی سکرين باندي د نوموړي په خبره “پر پښتنو سوي ظلمونه، ستونزي او د هغوی وسايل ورته وړاندي کوي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ او د نماينده پلاوي غړي زکيم وزير ویلي، د منظور پشتين په مشرۍ ۳۰ کسيزه کمېټه “کلي په کلي او کور په کور” ګرځي او ولس ته د جرګې بلني ورکوي.