د ټاپي پایپ لاین شرکت اجرايي رییس او د مشرتابه پلاوي مشر، محمد مراد امانوف، په عشق اباد کي د ترکمنستان د تیلو او ګازو په ۲۹مه نړیواله غونډه او نندارتون کي د ترکمنستان د طبیعي ګازو د راتلونکي، نوي صادراتي لاري او د صادراتو وړتیا” په نوم غونډي ته وینا وکړه.
ده ټینګار وکړ چي دا ستراتیژیکه پروژه په دواړو هیوادونو کي د انرژۍ د امنیت له پیاوړتیا او له ترکمنستان څخه افغانستان ته د طبیعي ګازو د صادرولو په زیاتولو کي مرسته کوي.
سربېره پر دې، دا پروژه به د ګازو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او پر زړو او دودیزو لارو د تکیې په کمولو کي به مرسته وکړي.
د دې برخې بشپړول به یوازي افغانستان ته نه، بلکې ګاونډیو هیوادونو ته د ګازو رسول چټک کړي، او د منځنۍ اسیا د انرژۍ د بازارونو د اسانه یوځای کېدا لاره هواره کړي.