د منځنۍ اسیا د یو‌شمېر هیوادونو او جرمني مشرانو په قزاقستان کي د یوې غونډي پرمهال د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبري کړي دي

یاده غونډه چي د سه شنبې په ورځ جوړه سوې وه له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام یې ټينګار کړی.

له دغه غونډي څخه په خپرو سویو راپورونو کي راغلي چي د ترکمنستان، اوزبیکستان او قزاقستان مشرانو له نړۍ په ځانګړي ډول له المان څخه غوښتنه کړې چي له سرپرست حکومت سره په خپلو اړیکو کي نرمښت راولي.

خو د چارو یوشمېر کارپوهان بیا وايي، دغه هیوادونه هڅه کوي چي د خپلو اقتصادي ګټو لپاره په افغانستان کي د روان وضعیت ملاتړ وکړي.

د دوی په وینا، د مرکزي اسیا هیوادونه چي کوم کانونه او سرچېنې په واک کي لري، غواړي چي نړیوال بازار ته یې وړاندي کړي او افغانستان یې لنډه لاره ده؛ نو ځکه دوی غواړي چي په افغانستان کي باید امنیت وي.