د مهاجرت نړیواله اداره: تېر کال نیږدې ۱۲۰۰ افغانان د کډوالۍ په مهال په لارو کي مړه سوي

د مهاجرت نړیواله اداره (آی او ایم) وايي، تېر کال شاوخوا ۱۲۰۰ افغان پناه غوښتونکو نورو هیوادونو ته د کډوالۍ په مهال په لارو کي ژوند بایللی.
دغه ادارې په خپل وروستي راپور کي ویلي، چي په وروستیو۱۰ کلونو کي په نړۍ کي ۶۳ زره کډوال خوندي هیوادونو ته د سفر په مهال مړه سوي یا هم ورک سوي دي.
د راپور له مخي، په اغېزمنو کي زیاتره کسان د هغو هیوادونو دي چي جګړې پکښي سوي یا هم رواني دي.
د مهاجرت نړیواله اداره وایي، په ۲۰۲۳ ز کال کي ۱۱۸۱ افغانان د مهاجرت پر مهال مړه سوي چي دا په یوه کال کي تر ټولو لوړ شمېر دی.
په افغانستان کي له ۱۹۸۰ز کال راهیسي جګړې رواني دي چي له هغه راوروسته ډيری افغانان نورو هیوادونو ته کډوال سوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
له افغانستان څخه د خلکو د وتلو لړۍ له ۲۰۲۱ز کال وروسته کله چي طالبانو یو ځل بیا واک تر لاسه کړ لا تېزه سوه.
اکثره افغانان نورو هیوادونو ته د خوندیتوب او یا هم د بېوزلۍ له کبله پر قاچاقي لارو ځي چي ځیني یې هدف ته تر رسېدو مخکي په لارو کي مړه، ژوبل یا هم ورک سي.