د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کي د هاوان د مرمۍ د چاودني له امله د ښوونځي يو زده کوونکی وژل سوی

د ط..البانو د ميدان وردګو ولايت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شنبې په ورځ غرمه مهال د دغه ولايت د چک ولسوالۍ د کوز خوات په لوړ کلي کي د ښوونځي په زده کوونکو د تېرو جګړو څخه د پاته سوي هاوان مرمۍ چاودنه کړې چي له امله ئې د ښوونځي يو زده کوونکی وژل سوی او څلور زده کوونکي نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د هاوان دغه مرمۍ هغه وخت چادونه کړې، چي دغه زده کوونکو ورباندي لوبي کولې.
خبرپاڼه ليکي، چي د هاوان دغه مرمۍ د تېرو جنګ جګړو څخه پاته سوې وه، چي پر دغه زده کوونکو ئې چاودنه کړې او ياده مرګ ژوبله ئې اړولې ده