د ميدان وردگ په مرکز میدان ښار کي د لسو لوبډلو ترمنځ غوره ليگ سياليو ته د غوره لوبډلو ټاکلو په موخه د فوټبال الف ليگ سيالۍ د اتحاد تکاني لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، د يادو سياليو په پايلوبه کي اتحاد تکاني لوبډلي خپلي سيالي خورشید لوبډلي ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه او همدارنگه اتحاد تکاني او خورشید لوبډلو د ياد ولايت غوره ليگ سياليو ته لار پېدا کړه.