د مي ۳ مه نېټه په ټوله نړۍ کي د رسنيو د ازادۍ د نړۍوالي ورځي سره برابره ده؛ دغه ورځ په افغانستان کي پر داسي مهال راځي، چي رسنۍ په بشپړ ډول ازادي نه لري بلکي په خپلواک ډول د خپلي رسنۍ د نشراتي پاليسي مطابق د يوه انځور د خپرولو اجازه هم نه لري.
په افغانستان کي د ط…البانو د بيا واکمن کېدو سره پر رسنيو باندي بنديزونه زيات سوي او رسنيو ته اجازه نه ورکوي، چي په خپلواک ډول فعاليت وکړي بلکي درسنيو محتوا تر څار او کنترول لاندي ده، چي په دې سره په افغانستان کي رسنۍ سانسور او د رسنيو ازادي په افغانستان کي صرف د خبريالانو او درسنيو د کارکوونکو د ارمان او خوب په شان پاته ده.
د افغانستان يو شمېر د رسنيو کارکوونکي وايي، چي د رسنيو ازادي په هره ټولنه کي يو لازمي امر دئ او بايد ط…البان په افغانستان کي رسنيو ته پوره ازادي ورکړي.
هغوی وايي د رسنیو آزادي نه یوازي د خلګو د حقونو او ازادۍ ساتنه کوي، بلکي د حکومت د فعالیتونو شفافیت او حساب ورکونه هم تضمینوي. دهغوی په خبره چي د رسنيو ازادي د ټولنیز پرمختګ، دیموکراتیکو ارزښتونو او د خلګو د ګډون لپاره حیاتي او خوار مهمه ده.
د دوی په وينا چي د رسنیو آزادي د سانسور او تبعیض پر ضد مبارزه کوي، چي په دې توګه د خلګو حقونه او د بیان آزادۍ ته وده ورکوي او ټولنه د پرمختګ پر لور روانوي.
خبريالان د ط…البانو څخه غوښتنه کوي، چي رسنۍ دي نه سانسور کوي، هغوی ته دي ازداي ورکړي، چي د خلګو ږغ تر دولت پوري او د دولت حکمونه په خپلواک ډول باندي تر ولس پوري ورسوي.
په ورته وخت کي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چي ملګري ملتونه په افغانستان کي د رسنیو د ملاتړ غوښتنه کوي او له رسنیو سره خپل پیوستون څرګندوي.
په افغانستان کي د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ په افغانستان کي د خبریالانو او رسنیو ارزښتناکه رول په ګوته کوي، رسنۍ او خبریالان د یوې باخبره او فعالي ټولني بنسټ جوړوي او رول ئې باید خوندي وساتل سي.
د دې په خبره، د افغانستان رسنۍ د هیواد د اقتصادي ناورین له امله د عوایدو له شدید کمښت سره مخامخ سوي، چي دغه وضعیت بیا ګڼ شمېر رسنۍ تړل کېدو ته اړ کړي دي.
هغه وایي، افغانستان کي پر رسنیو د محدودیتونو لګول د دې لامل سوی، چي په افغانستان کي رسنۍ بندي، کارمندان او خبريالان ئې د هيواد څخه مهاجرت ته اړ سوي دي.