د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کي د پنځو کلپونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره سوې

مسوولین وایي، په دغو سیالیو کې د اتحاد تکانه، جلریز زیبا، علی مولا، زبیر ځواک او جلریز ځوانانو کلپونو څخه له ۲۰ کېلو ګرامه څخه تر ۸۴ کېلو ګرامه وزن کټګوري کې ۶۰ پهلوانانو ګډون کړی وو.

د دې سیالیو په پایله کي اتحاد تکانه کلپ د ۱۱ سرو زرو مډالونو په ګټلو سره لومړی او جلرېز ځوانانو کلپ بیا د اووه سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.