د میرامشا کاروباریان وايي حکومت یې دوکانونه ور خراب کړي او لا یې هم ځوروي

د شمالي وزیرستان د میرامشا د خراب سوي بازار دوکاندارانو او د مځکو مالکانو ویلي، یو ځل بیا له حکومته غوښتنه کوي چي معاوضه دي ورکړي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کي په شمالي وزیرستان کي د وسلوالو پر ضد د “ضرب عضب” په نوم عملیات وکړل چي د خلکو کورونه او بازار یې لوټي لوټي کړ.
د هغو عملیاتو پر مهال د میرامشا بازار د تخریب تر څنګ د سیمي کورونو ته هم زیان رسېدلی وو او تر یو میلیون زیات وګړي بې کوره سوي او له دغه سیمي څخه کډه کولو ته اړ سوي وه.
د دې سیمي اوسېدونکي وایي، کلونه کلونه یې انتظار وکړ، نور دي یې چارواکي نه ځوروي ځکه د پیسو نشتوالي له امله د ژوند چاري پر مخ نه سي وړلای.
د میرامشا بازار د دوکاندارانو د ټولني مشر وايي، په عملیاتو کي یې تر ۶ زره پوري دوکانونه تخریب سوي وه خو چارواکي پیسې نه ورکوي.