د ناروې د ولسي مرستو سازمان اعلان کړی چي د افغانستان په ګډون یې په ۱۱ هیوادونو کي فعالیتونه ځنډول سوي دي.
دې سازمان ویلي، چي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورته امر کړی چي د ډونالډ ټرمپ د اجرایوي فرمان پر اساس د امریکا تر مالي مرستو اړوند ټول فعالیتونه سمدلاسه د ۸۵ ورځو لپاره وځنډوي.
د ناروې د ولسي مرستو سازمان دا هم ویلي، چې د ماین پاکولو د نړیوالي بېوزلۍ کمولو او امنیت، اقتصادي پراختیا او ثبات د ودې لپاره یو اغیزمن اقدام دی.
مځکني ماینونه او نور ناچاوده توکي تر لسیزو پوري د خلکو د ژوند لپاره ګواښ دی.
د ویلو ده چي افغانستان هم یو له هغو هیوادنو څخه دی چي مځکني ماینونونه او ناچاوده توکي پکښي د خلکو ژوند اخلي.