د ناروې کډوالو شورا وايي، افغانستان د اقليمي بدلون له جدي افتونو سره مخامخ دی

د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغانستان د روان اقتصادي بحران له کبله له ګڼو ستونزو، بې‌کارۍ او د اقلیمي بدلون له جدي افتونو سره مخامخ دی.

دې ټولني پر خپله وېب‌پاڼه په یوه راپور کي ویلي دي چي، افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندي د ترټولو زیان‌ګالو هیوادونو له ډلي دی.

په راپور کي په ځانګړي ډول یادونه سوې چي د بادغیس ولایت وضعیت ډېر خراب دی.

په بادغیس او د هیواد په نورو ولایتونو کي پراخي مځکي د اقلیمي بدلونونو په نتیجه کي شاړي سوي او په نتیجه کي یې خلک د بقا لپاره نورو سیمو ته کډه سوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا وايي، په‌‌‌داسي حال کي چي د اقلیمي بدلون بحران په پراخېدو دی، افغانستان د دې ستونزي د حل لپاره لازم چمتووالی نه‌لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *