د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د ۲۱ ناحيې په ساحه کي د شنبې په ورځ د نبي الله په نامه يو تنکي ځوان نامعلومو کسانو وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي چي وژل سوی تنکی ځوان د خپل کور سره نژدي وژل سوی دئ.
د دغي پېښي اصلي لامل تراوسه پوري څرکند نه دئ.
ط..البانو په رسمي ډول تر اوسه د دغه تنکي ځوان د وژني په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزو وژنو، وسلوالو غلاو او دې ته ورته نورو جرمونو خلګ اندېښمن کړي او د اړوند ادارو څخه ئې د کنټرول غوښتنه کوي.