د پېښو پر وړاندي د مبارزې چمتو والي ادارې ویلي، چي د (AAR) په نامه له یوې جاپانۍ خیریه موسسې سره یې د څه باندي ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ګډي همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.
دغه ادارې په خبرپاڼه کي زیاته کړې، چي یاده هوکړه د پېښو پر وړاندي مبارزې ته د چمتووالي ملي ادارې د رییس، نورالدین ترابي او د دغه جاپانۍ موسسې د رییس، محمد بشیر باصر ترمنځ لاسلیک سوې ده.
سرچینه زیاتوي، چي د دغه هوکړي له مخي یاده موسسه اړ ده چي په کابل، زابل او ځینو نورو سیمو کي د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی وکړي.
افغانستان یو له جګړه ځپلو هیوادونو څخه دی، چي لسیزي یې جګړه تجربه کړې ده او هره سیمه کي د ناچاوده توکو د شتون ګواښ سته چي ډیری وخت خلکو په خاصه توګه کوچنیانو ته مرګ ژوبله اړوي.