د نایجیریا په یوه کاتولیک ښوونځي کي ۲۲۷ زده کوونکي او ښوونکي برمته سوي

د نایجیریا د عیسویانو د ټولني راپور ورکړي چي د دغه هیواد په شمال لوېدیځ کي وسله‌والو کسانو د یوه کاتولیک ښوونځي ۲۲۷ تنه زده‌کوونکي او ښوونکي تښتولي دي.
د دغې ټولني معلوماتو له مخي، د برمته سوو کسانو له ډلي ۲۱۵ زده‌کوونکي او ۱۲ ښوونکي دي.
امنیتي چارواکو ویلي چي د پېښي رامنځ ته کېدو وروسته، امنیتي ځواکونه سیمي ته رسېدلي او د یرغمل سوو کسانو د ژغورلو عملیات روان دي.
تر اوسه کومي ډلي د دې تښتوني مسؤلیت نه‌دئ منلی، او د پېښي اصلي انګیزه هم نه‌ده څرګنده سوې.