د ننګرهار په لالپوره ولسوالي کي پر ډیورند کرښه د طـ.البانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته سوې

سرچينې وایي، د ننګرهار ولایت لالپورې ولسوالۍ ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه د طـ.البانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن یکشنبه نښته سوې ده.
د ننګرهار د پولیسو ویاند سید طیب حماد ویلي، چې طـ.البانو ځواکونو د خپلو پوستو د قوي کولو لپاره سنګرونه کیندل چي ناڅاپه د پاکستاني ځواکونو له خوا ټکان ورباندي سوي.
حماد زیاته کړه، سرحدي ځواکونو متقابلي ډزي کړي او د ډیورنډ کرښي هغه غاړي ته یې د پاکستاني ځواکونو دوې امنیتي پوستې په نښه کړي.
نوموړي وویل، چي سرحدي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی او جګړې تر ناوخته دوام کړی.
د طـ.البانو له واکمنۍ وروسته په خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار او ننګرهار ولایتونو کي د طـ.البانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډير ځله نښتي سوي چي له امله یې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني ځواکونو د افغانستان په خاوره کي په بیلابیلو سیمو کي په ډېر ځله هاوانونه توغولي او دغه راز الوتکو یې هم لږ تر لږه دوه ځله د افغانستان هوایي حریم نقض کړی او د افغانستان پر خاوره یې بمباري کړې چي زیات شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.