د نورستان خلګ د وسلوالو مېله والو د بې نظمۍ څخه شکایت کوي

د نورستان ولایت اوسېدونکي شکایت کوي، چي د لوی اختر په مېلو کښي دې ولایت ته یو شمېر مېله وال د وسلو او دولتي موټرانو سره راغلي او په بېلابېلو سیمو کښي ئې بې‌نظمي جوړه کړې ده.
ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي دغه وسلوال کسان په عامه ځایونو لکه بازارونو، سیاحتي سیمو او نورو ګڼې ګوڼي لرونکو ځایونو کښي هوایي ټکان کوي، چي له امله ئې عام وګړي، په تېره بیا ماشومان او ښځي، په وېره او اضطراب کښي اچول سوي دي.
د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، د نوم نه ښودلو په شرط څراغ تلوېزيون ته ويلي دي: «دا مېله وال د اختر په خوښیو کښي داسي چلند کوي، چي زموږ د کلتور او دودونو سره سمون نه لري. دوی وسلې راوړي، په هر ځای کښي ټکان کوي او خلګ ئې له اختر څخه ناهیلي کړي دي.»
هغه زیاته کړه چي دغه کسانو د دولتي موټرانو په کارولو سره د خلګو ترمنځ شکونه راپارولي، ځکه عام وګړي نه پوهېږي، چي دا کسان دولتي مامورین دي که عادي وسلوال.
د نورستان یو بل اوسېدونکي څراغ تلوېزيون ته ويلي: «موږ د اختر په مېلو کښي د سېلانیانو هرکلی کوو، خو دا چي ځینې کسان وسلې راوړي او بې‌نظمي جوړوي، دا زموږ د ولایت د سیاحت او کلتور له پاره زیانمنه ده. موږ غواړو چي دا ډول کړني ودرول سي او د مېلو امنیت خوندي سي.»
بلخوا بيا د ياد ولایت د ط..البانو د امرب..المعروف رياست مسؤلينو خبر ورکړی، چي هغه کسان ئې نيولي، چي د وسلو سره يو ځای دغه ولایت ته داخل سوي وه او په موټرانو او وسلو ئې بې نظمي جوړول.