د نورستان د واما ولسوالۍ په ځنګلونو کښي اور تراوسه بل دئ؛ خلګ او ط..البان ئې د کنټرول په هڅه کښي پاته راغلي

د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ د کوردر سیمي په ځنګلونو کښي د څو ورځو راهیسي اور لګېدلی، چي تر اوسه نه دئ کنټرول سوی. د سیمي اوسېدونکو او ط..البانو ئې هڅه کړې چې دا اور مړ کړي، خو د اړینو تجهیزاتو د نشتوالي له امله تر اوسه دغه اور نه دئ کنټرول کړی.
دغه اورلګېدني د ولسوالۍ ځنگلونو ته جدي زیان اړولی او لا هم دوام لري.
دغه اورلګېدنه نه یوازې د ولسوالۍ چاپېریال او طبیعي ښکلا ته زیان رسوي، بلکي د سیمې اوسېدونکو ته ئې هم جدي ستونزي را ولاړي کړې دي.
تر اوسه د اورلګېدنې د پیلېدو دقیق لامل نه دی روښانه سوی، خو د سیمي خلګ ویره لري چي که دا اور ژر کنټرول نه سي، نو د واما ولسوالۍ نورو ځنگلي سیمو ته به هم پراخ زیان واړوي. دوی له مرکزي او محلي ادارو څخه د عاجلو مرستو او د اور وژني د تجهیزاتو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *